

د بلخ ولایت په دولتاباد او چهاربولک ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو شبکو د جوړونې چارې پیل شوې
نېټه: 03 جنوري 2026
د واش کلستر تر چتر لاندې، د بشري مرستو وجهي صندوق په مالي ملاتړ او د واک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د تېرو فعالیتونو په دوام، د بلخ ولایت په دولتاباد او چهاربولک ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو شبکو د جوړونې چارې پیل شوې.
د پروژې د پیل په مراسمو کې د واک مؤسسې د استازو ترڅنګ، سیمه ییزو دولتي چارواکو او قومي مخورو ګډون کړی و، د واک مؤسسې په استازیتوب، د تخنیکي ټیم مسؤل ښاغلي انجنیر عبدالبصیر شګیوال د پروژې د تخنیکي اړخونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دې پروژې اساسي موخه ولسونو ته د پاکو او صحي اوبو د لاسرسي برابرول، د عامې روغتیا ساتنه، او د ټولنیزو ستونزو راکمول دي.
د سیمې ولسونو او مسؤلینو د یادو فعالیتونو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او نوموړي پروژه یې د پاکو او صحي اوبو د ستونزو په هوارولو کې ډېره مهمه وبلله، او د ورته پراختیايي فعالیتونو د دوام غوښتونکي شول.
واک مؤسسه ژمنه ده چې د ولسونو د ستونزو حل ته به لومړیتوب ورکوي او تل به د هغوی تر څنګ ولاړه وي.
………………………..
کارهای ساخت شبکههای آبرسانی آب آشامیدنی در ولسوالیهای دولتآباد و چهاربولک ولایت بلخ آغاز شد
تاریخ: 03 جنوری 2026
در ادامه فعالیتهای قبلی، تحت چتر کلاستر واش ، با حمایت مالی صندوق بشردوستانه (AHF) و با همکاری تخنیکی مؤسسه واک ، کارهای ساخت شبکههای آبرسانی آب آشامیدنی در ولسوالیهای دولتآباد و چهاربولک ولایت بلخ آغاز گردید.
در مراسم آغاز این پروژه، علاوه بر نمایندگان مؤسسه واک ، مقامات محلی دولتی و بزرگان قومی نیز اشتراک داشتند، به نمایندگی از مؤسسه واک، مسئول تیم تخنیکی این مؤسسه، محترم انجنیر عبدالبصیر شگیوال، معلومات تخنیکی همهجانبهای در مورد پروژه ارائه نمود و افزود که هدف اساسی این پروژه فراهمسازی دسترسی مردم به آب آشامیدنی پاک و صحی، حفظ صحت عامه و کاهش مشکلات اجتماعی میباشد.
باشندگان محل و مسئولین از آغاز این فعالیتها ابراز خرسندی نموده و این پروژه را در راستای حل مشکلات کمبود آب آشامیدنی پاک و صحی بسیار مهم ارزیابی کردند و خواهان ادامه چنین فعالیتهای انکشافی گردیدند.
مؤسسه واک متعهد است که حل مشکلات مردم را در اولویت کاری خود قرار داده و همواره در کنار آنان قرار داشته باشد

د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو 350 زلزلهځپلو کورنیو سره مرستې ترسره شوې
نېټه: 07/12/2025
د زوا/ورلډ رلیف/ مشن ایسټ په مالي ملاتړ او د واک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د اقصی او دمشګل کمپونو او د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه درې د لامکاندې په سیمه کې 350 زیانمنو کورنیو ته د حفظالصحې بستې وویشل شوې.
په دې مرسته کې چې د پاکوالي، نظافت او چاپېریال ساتنې بېلابېل توکي شامل وو، دمشن اسټ او واک مؤسسو د استازو، سیمهیزو مسؤلینو او مشرانو په حضور کې توزیع شول.
ګټهاخیستونکو له دغو مرستو مننه وکړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.
یاده دې وي چې له زلزلې د ناورین له پېل څخه تر اوسه نږدې 1950 زیانمنو کورنیو ته، د نغدي مرستو ترڅنګ، خوراکي توکي، سولر پیکجونه، ژمنۍ جامې، کمپلې، د حفظالصحې بستې، د اوبو ذخیرې او نور اړین توکي د واک مؤسسې په هڅو او همکارۍ رسېدلي دي.
د واک اداره هڅه کوي چې د ژمي د موسم له امله، چې ډېرې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري، د مالي تمویلوونکو پام راجلب کړي او اړینې مرستې ورته برابرې کړي.


د بلخ ولایت د کشندې او چهارکنت ولسوالیو له 1060 اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره شوې
نېټه: 27/11/2025
د واش کلستر تر چتر لاندې د بشري مرستو د وجهې صندوق په مالي ملاتړ او د واک ادارې په تخنیکي همکارۍ، د بلخ ولایت په کشندې او چهارکنت ولسوالۍ کې د تېرو مرستو په دوام، دا ځل له 1060 اړمنو کورنیو سره د حفظ الصحې بستې ووېشل شوې.
یاده مرسته چې په کې 17 قلمه بېلابېل توکي شامل وو، د واک مؤسسې د صحي ټیم د مسلکي روزنې وروسته پر مستحقو مېرمنو وویشل شوه.
ګټه اخیستونکو د یادې برنامې له عملي کېدو مننه وکړه، او ویې ویل چې په داسې مهم وخت کې چې ژمی پیل شوی او یخني په زیاتېدو ده، دا مرسته او روزنه د ناروغیو د مخنیوي او پاکوالي په برخه کې ډېره مؤثره او ګټوره تمامېږي.
واک اداره ژمنه ده چې په هر وخت او هر حالت کې د خپل ولس تر څنګ ولاړه وي، او دغه مهمې برنامې به په نورو سیمو کې هم دوام ولري.
ــــــــــــــــــــ
در ولایت بلخ در ولسوالی های کشنده و چهارکنت برای 1060 نفر نیازمن کمک توزیع شد
تاریخ: 27/11/2025
زیر چتر کلستر واش ، با حمایت مالی صندوق وجهی کمکهای بشری و به همکاری تخنیکی اداره واک ، در ادامهٔ کمکهای قبلی، اینبار برای 1060 نفر نیازمند در ولسوالی کشندهٔ وچهارکنت ولایت بلخ بستههای حفظالصحه توزیع شد.
این کمک که شامل 17 قلم مواد مختلف بود، پس از آموزش مسلکی تیم صحی مؤسسهٔ واک، به زنان مستحق توزیع گردید.
مستفیدین از تطبیق این برنامه قدردانی نموده و گفتند که در چنین وقت مهم که زمستان آغاز شده و سردی رو به افزایش است، این کمک و آموزش در بخش جلوگیری از بیماریها و حفظ پاکی بسیار مفید و مؤثر تمام میشود.
ادارهٔ واک متعهد است که در هر زمان و هر حالت در کنار مردم خود قرار داشته باشد و این برنامههای مهم را در سایر مناطق نیز ادامه خواهد داد


د ناروغیو د مخنیوي او وقایوي تدابیرو په موخه 360 کورنیو ته د روزنې تر څنګ د حفظ الصحې بستي توزیع شوې.
نېټه: 18/11/2025
د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د واک (OAWCK) مؤسیسې د صحي ټیمونو او کارکوونکو له لوري د (AHF)په مالي ملاتړ، بې سرپرسته ،کونډو او بې وزله میرمنو ته د عامه روغتیا په برخه کې روزنیز پروګرام ترسره شو، چې د ساري نارغیو د مخنیوي، شخصي نظافت، چاپیریال ساتنې او وقایوي تدابیرو په تړاو په کې روزنه ورکړل شوه او تر څنګ یې یادو 360 کورنیو ته د حفظالصحې بستې هم ووېشل شوې.
په دغو بستو کې د حفظالصحې 17 قلمه بېلابېل توکي شامل وو چې د واک ادارې د استازو، سیمهییزو مسؤلینو او مخورو مشرانو په حضور کې مستحقو کورنیو ته توزیع شول.
ګټهاخیستونکو د دې مرستې له امله خپله خوښي څرګنده کړه، له واک ادارې او مرسته کوونکو یې مننه وکړه او دغه مرسته یې د خپل ژوند، کورنۍ او ټولنې د صحت د خونديتوب لپاره خورا ارزښتناکه وبلله.
یاده وي چې د واک ادارې له لوري په تېر کې هم ورته مرستې ترسره شوي او دغه لړۍ به دوام ولري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
به منظور جلوگیری از بیماریها و اتخاذ تدابیر وقایوی، برای 360 خانواده در کنار برنامه آموزشی، بستههای حفظ الصحه توزیع گردید.
تاریخ: 18/11/2025
در ولایت بلخ، ولسوالی دولتآباد، از سوی تیمهای صحی و کارمندان مؤسسه واک (OAWCK) با حمایت مالی (AHF)، برنامه آموزشی در بخش صحت عامه برای زنان بیسرپرست، بیوه و نیازمند برگزار شد که در آن درباره جلوگیری از بیماریهای ساری، نظافت شخصی، حفظ محیط زیست و تدابیر وقایوی آموزشهای لازم ارایه گردید و در کنار آن برای 360 خانواده یادشده بستههای حفظ الصحه نیز توزیع شد.
در این بستهها 17 قلم اجناس مختلف حفظالصحه شامل بود که در حضور نمایندگان اداره واک، مسؤولین محلی و ریشسفیدان محل به خانوادههای مستحق توزیع گردید.
مستفیدین ضمن ابراز خرسندي از این کمک، از اداره واک و کمککنندگان سپاسگزاری نموده و این کمک را برای بهبود زندهگی، خانواده و صحت جامعه خود بسیار ارزنده و مهم دانستند.
قابل یادآوری است که پیش از این نیز از سوی اداره واک کمکهای مشابه صورت گرفته و این روند همچنان ادامه خواهد داشت.


د بلخ ولایت دولتاباد ولسوالۍ کې په 340 کورنیو مرستې وویشل شوې.
نېټه:15/11/2025
د افغانستان لپاره د بشري مرستو د وجهي صندوق (AHF) په مالي ملاتړ او د واک (OAWCK) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د بلخ ولایت د دولتاباد ولسوالۍ په 340 اړمنو کورنیو د حفظالصحې بستې ووېشل شوې چې په دغو بستو کې 17 قلمه بېلابېل توکي شامل وو.
دغه مرستې، چې موخه یې د ساري ناروغیو مخنیوی، پاکوالی، نظافت او د ټولنې د چاپېریال ساتنه ده، د واک اداري د استازو، سیمهییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په حضور کې په اړمنو کورنیو ووېشل شوې.
ګټه اخیستونکو د مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپله خوښي څرګنده کړه او له AHF او د واک له ادارې څخه یې مننه وکړه چې د هغوی د ژوند ښهوالي او د چاپېریال ساتنې ته لومړیتوب ورکوي، دوی غوښتنه وکړه چې ورته مرستې دې دوام ومومي.
واک ادارې له لوري ولسونو ته ډاډ ورکول کیږي چې په هر حالت کې به د خلکو تر څنګ ولاړه وي او دغه ډول مرستې به دوام ولري.
—————-
در ولسوالی دولتآباد ولایت بلخ برای 340 خانوادهٔ نیازمند کمک توزیع شد.
تاریخ: 15/11/2025
با حمایت مالی صندوق وجهی کمکهای بشری برای افغانستان (AHF) و همکاری تخنیکی مؤسسهٔ واک (OAWCK)، در ولسوالی دولتآباد ولایت بلخ به 340 خانوادهٔ نیازمند بستههای حفظالصحه توزیع گردید که در این بستهها 17 قلم اجناس مختلف شامل بود.
این کمکها که هدف آن جلوگیری از بیماریهای ساری، ترویج پاکی و نظافت و حفاظت از محیط زیست جامعه میباشد، در حضور نمایندگان ادارهٔ واک، مسئولین محلی و بزرگان قومی به خانوادههای نیازمند توزیع شد.
مستفیدین پس از دریافت کمکها خوشی خود را ابراز کرده و از AHF و ادارهٔ واک تشکر نمودند که به بهبود زندگی و حفظ محیط زیست آنان اولویت میدهند، آنان خواستار ادامهٔ چنین کمکها شدند.
ادارهٔ واک به مردم اطمینان میدهد که در هر حالت در کنار آنان خواهد بود و اینگونه کمکها ادامه خواهد یافت.
#OCHAafg
#AHF

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر اړمنو کورنیو سره نغدې مرستې ترسره شوې.
نېټه: 13 نومبر 2025
د افغانستان ګډ غبرګون (DRA 2024–2026) پروژې د تطبیق په لړ کې د څو اړخیزو اړتیاوو نغدي مرستې (MPCA) وېش ترسره شو.
یاده نغدي مرسته چې 24 اړمنو کورنیو ته ورکړل شوه، د هرې کورنۍ برخه پکې 10,655 افغانۍ وه، او وېش یې د واک ادارې د استازو او سیمهییزو مسؤلینو په حضور کې ترسره شو.
د دغو مرستو اساسي موخه د اړمنو کورنیو د لومړنیو او بیړنیو اړتیاوو پوره کول دي، تر څو کورنۍ وکولای شي خپلې اړتیاوې په خپله خوښه مدیریت کړي او د ژوند د ثبات په برخه کې ورسره مرسته وشي.
ګټه اخیستونکو د یادو مرستو د ترلاسه کولو له امله د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه او وې ویل چې د ژمي د رارسېدو له امله د دې ډول مرستو ترلاسه کول به د دوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
واک OAWCK اداره ژمنه ده چې د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو او له زیانمنو کورنیو سره د بشري مرستو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه له یادو مرستو څخه 105 اړمنو کورنیو ګټه اخیستې، او دا لړۍ به دوام ولري

د بلخ په مرکز مزارشريف کې د 202 زلزلهځپلو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.
نېټه: 12/11/2025
د تېرو مرستو په دوام، یو ځل بیا د یونیسف (UNICEF) په مالي ملاتړ او د «واک» موسسې په تخنیکي همکارۍ، د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف کې د 202 زلزلهځپلو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته یو فامیلي کِټ (Family Kit) ورکړل شو، چې 25 قلمه بېلابېل اړین توکي پکې شامل وو.
د مرستو د وېش په مراسمو کې، د «واک» موسسې د استازو تر څنګ سیمهییزو مسؤلینو او قومي مشرانو هم ګډون درلود. زیانمنو کورنیو له دغو مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه وبلله او له اړونده ادارو څخه یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د «واک» موسسې مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د خپلو زیانمنو کورنیو تر څنګ ولاړ دي او د مرستو دا لړۍ به دوام ولري.
ـــــــــــــــ
با 202 خانواده زلزلهزده در مرکز ولایت بلخ کمک صورت گرفت.
تاریخ: 13/11/2025
در ادامهٔ کمکهای قبلی، بار دیگر به حمایت مالی یونیسف (UNICEF) و با همکاری تخنیکی مؤسسهٔ «واک»، برای 202 خانواده زلزلهزده در مرکز ولایت بلخ کمک صورت گرفت.
در این کمک، برای هر خانواده یک «کیت فامیلی» (Family Kit) توزیع شد که شامل 25 قلم مواد ضروری و مورد نیاز بود.
در مراسم توزیع این کمکها، بر علاه با نمایندگان مؤسسهٔ «واک»، مقامات محلی و بزرگان قومی نیز حضور داشتند. خانوادههای آسیبدیده از دریافت این کمکها ابراز خرسندی نموده، آن را در تأمین نیازهای اولیهٔ خود مؤثر دانستند و خواهان تداوم چنین کمکها از سوی نهادهای مربوطه شدند.
مسئولان مؤسسهٔ «واک» اطمینان دادند که در کنار خانوادههای آسیبدیده قرار دارند و روند ارائهٔ این کمکها ادامه خواهد داشت.


د سمنګان ولایت د خلم او فیروزنخچیر ولسوالۍ د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه
نېټه : 06/11/2025
د یونیسف په مالي ملاتړ د «واش کلستر» تر چتر لاندې، د واک موسسې په تخنیکي همکارۍ، د سمنګان ولایت د خلم او فیروز نخچیر ولسوالۍ 427 زیانمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې
په دې مرستو کې چې د حفظالصحې کڅوړې، د ژمي تودې جامې او کمپلې په کې شاملې وې (276) یې د خلم ولسوالۍ او پاتي (151) یې د فیروز نخچیر ولسوالي کې اړمنو کورنیو ته د یونیسف او واک ادارو د استازو او سیمهییزو مسؤلینو له لوري ووېشل شوې.
مرسته اخیستونکو له دې مرستې خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه مرسته وبلله.
واک اداره هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو لپاره لا زیاتې مرستې راجلب او ورسوي، او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.
⸻
به خانوادههای متأثر از زلزله در ولسوالیهای خُلم و فیروزنخچیر ولایت سمنگان کمک صورت گرفت
تاریخ : 06/11/2025
به حمایت مالی یونیسف در چوکات «کلستر واش»، با همکاری تخنیکی مؤسسه واک ، برای 276 خانواده آسیبدیده در ولسوالی خُلم ولایت سمنگان کمک توزیع گردید
در این کمکها که شامل بستههای حفظالصحه، لباسهای گرم زمستانی و کمپل بود، (276) آن در ولسوالی خلم و (151) دیگر در ولسوالی فیروزنخچیر به خانوادههای نیازمند، از سوی نمایندگان یونیسف و اداره واک و مسئولین محلی توزیع گردید
مستفیدشوندگان از این کمکها ابراز خرسندی نمودند و آن را از جمله نیازمندیهای اولیهٔ خود دانستند
ادارهٔ واک تلاش مینماید تا کمکهای بیشتر را برای خانوادههای آسیبدیده جلب و توزیع نماید و در این راستا کوشش های خود را بیشتر و مؤثرتر سازد
د کونړ زلزله ځپلو سره زمونږ مرستې دوام لرينېټه : 27/09/2025په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو سره د تېرو مرستو په دوام یو ځل بیا د زوا/ مشن ایسټ ادارې په مالي ملاتړ او د واک (OAWCK) موسیسې په همکارۍ او هلو ځلو د نورګل ولسوالۍ د مزار درې جبه ګۍ کلي کې د (185) کورنېو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.یاده مرسته چې هرې کورنۍ ته (89 kg وړه ، 21 kg وریجې، 7 لیتره غوړي، 9 kg لوبیا، 1 kg مالګه او د ماشومانو لپاره د BP5 بسکټ یوه بسته) په کې شامله وه د مشن ایسټ او واک ادارې د استازو، سیمه مسؤلینو او مشرانو په حضور کې یې ویش ترسره شو. په کونړ کې (185) زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره شوهنېټه :25/09/2025د زوا/ مشن ایسټ ادارې په مالي ملاتړ او د واک (OAWCK) موسیسې په تخنیکي همکارۍ، د خاص کونړ په ولسوالۍ کې له 185 زلزله ځپلو کورنیو سره د کمپلو مرسته ترسره شوه چې هرې کورنۍ ته 3 کمپلې ووېشل شوې.د ویش په مراسمو کې چې د سیمه ییزو مسؤلینو سربیره، د مشن ایسټ او واک موسیسې کارمندانو او مشرانو برخه اخیستي وه، ګټه اخیستونکو د ذکر شوې مرستې څخه له دې امله مننه وکړه چې له یاد ناورین له پیل څخه تر دې دمه واک موسیسې په مختلفو برخو کې همکاري او مرسته ترسره کړي ده.د واک موسیسې مسؤلینو ډاډ ورکړ چې دا مرستې به دوام ولري او له نورو زیانمنو کورنیو سره به هم اړینې مرستې ترسره شي.د (300) زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره شوهنېټه : 09/09/2025د WASH کلستر تر چتر لاندې او د OAWCK مؤسسې په مالي ملاتړ، د کونړ ولایت د خاص کونړ او نورګل ولسوالیۍ د زیړي بابا په کمپونو کې له (300) زلزله ځپلو کورنیو سره مرستې ترسره شوې.یادې مرستې چې په کې (40) د اوبو ذخیرې، (300) د اوبو سطلونه، (300) د کثافات دانۍ او د اوبو د تصفیې ګولۍ (Water Purification Tablets) شاملې وې، د OAWCK ادارې د مسؤلینو، د دولتي چارواکو او د زیانمنو کورنیو د مشرانو په حضور کې اړمنو کورنیو ته وویشل شوې.د مرستو د وېش په ترڅ کې زیانمنو کورنیو او مسؤلینو له واک ادارې څخه د مننې تر څنګ دا ډول مرستې یې د اړمنو لپاره یوه جدي اړتیا وبلله.یاده دې وي چې د واک اداره له لومړۍ ورځي څخه تر دې دمه د خپلو ولسونو تر څنګ ده او په ټولو حالاتو کې یې لاسنیوۍ خپل ملي او اسلامي وجیبه ګڼلي.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ او د واک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د واش برنامه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم ریاست تر نظارت لاندې پلي شوه، چې په کې د پاکو اوبو دوه سولري پایپ سکیمونو شبکې، 40 بابه تشنابونه، او د روغتیایي مرکزونو لپاره 6 د لاس مینځلو ځایونه جوړ او هم اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې 500 کڅوړې وویشل شوې.
د یادې پروژې د ګټې اخیستنې مراسمو کې، چې د جوزجان ولایت محترم والي صاحب، سربېره په کې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا او پیښو پر وړاندې د مبارزې محترم رئیس صاحبانو، د علماوو شورا، امر بالمعروف او د اقتصاد محترمو ریاستونو استازو، قومي مشران او د پروژې ګټه اخیستونکي په کې شامل وو، ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
مسؤلینو او ګټه اخیستونکو یاد فعالیتونه ګټور وبلل او د ټولنې د لومړیتوبونو او ستونزو د حل لپاره یې اساسي او مهم ګام وګڼو، او هم یې د ذکر شوو فعالیتونو د باکیفیته او په ښه شان ترسره کېدو له امله د واک مؤسسې فعالیتونه او ښه همغږي د ستاینلیک په ورکولو سره وستایله، او په نورو سیمو کې د دغه شان پروژو د تطبیق غوښتونکي شول.

د کلیودبیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ادارې د 7 میلونه افغانيو په مالي لګښت او د واک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د علینګار او قرغیو ولسوالیو بیلابیلو سیمو کې 80 بابه اساسي او پاخه تشنابونه ، 10 پايې د لاس وینځلو اسانتیاو ځایونه جوړ او 1000 بیوزله ، کونډو او غریبو کورنیو ته د روغتیا ساتني کیټونو توزیع ترسره شوي ده چې یاد تشنابونه او د لاس وینځلو اسانتیاو برابرولو ځایونه د کلیو د بیارغونې اوپراختیاریاست تخنيکي ټیم، د ولایت محتر مقام او د اقتصاد ریاست استازو په شتون کې ګټې اخیستني ته وسپارل شول، چې په جوړیدو سره به یې ذکر شوو کورنیو ته اسانتیاوي برابري، په ازاده فضاء کې د رفع حاجت څخه خلاصی ،چارپیریال به پاک او د امراضو مخنیوی به وشي.
مسؤلینو او ولسونو د واک مؤسیسې د باکیفیته او موثرو خدمتونو له امله مننه وکړه او د خوښۍ د اظهار تر څنګ یې د ورته پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.


