News

Organization for Afghan Women Capacity and Knowledge

د جوزجان ولایت په شبرغان ښار او خانقاه ولسوالۍ کې د WASH برنامې تر چتر لاندې یو شمېر فعالیتونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شول.

نېټه: 29/04/2025

د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) په مالي ملاتړ او د OAWCK مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د WASH برنامه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم ریاست تر نظارت لاندې پلي شوه، چې په کې د پاکو اوبو دوه سولري پایپ سکیمونو شبکې، 40 بابه تشنابونه، او د روغتیایي مرکزونو لپاره 6 د لاس مینځلو ځایونه جوړ او هم اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې 500 کڅوړې وویشل شوې.
د یادې پروژې د ګټې اخیستنې مراسمو کې، چې د جوزجان ولایت محترم والي صاحب، سربېره په کې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا او پیښو پر وړاندې د مبارزې محترم رئیس صاحبانو، د علماوو شورا، امر بالمعروف او د اقتصاد محترمو ریاستونو استازو، قومي مشران او د پروژې ګټه اخیستونکي په کې شامل وو، ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
مسؤلینو او ګټه اخیستونکو یاد فعالیتونه ګټور وبلل او د ټولنې د لومړیتوبونو او ستونزو د حل لپاره یې اساسي او مهم ګام وګڼو، او هم یې د ذکر شوو فعالیتونو د باکیفیته او په ښه شان ترسره کېدو له امله د OAWCK مؤسسې فعالیتونه او ښه همغږي د ستاینلیک په ورکولو سره وستایله، او په نورو سیمو کې د دغه شان پروژو د تطبیق غوښتونکي شول.

 

لغمان ولایت علینګار او قرغیو ولسوالیو اړوند بیلابیلو کلیو کې (80) بابه اساسي او پاخه تشنابونه او 10 پايې د لاس وینځلو اسانتیاو ځایونه جوړ او ګټه اخیستني ته وسپارل شو !

۱۴۴۶/۱۰/۱۰ هـ ق چې ۱۴۰۴/۱/۱۹ هـ ش نیټي سره سمون خوري

د کلیودبیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې د OCHA-AHF ادارې د 7 میلونه افغانيو په مالي لګښت او د OAWCK مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د علینګار او قرغیو ولسوالیو بیلابیلو سیمو کې 80 بابه اساسي او پاخه تشنابونه ، 10 پايې د لاس وینځلو اسانتیاو ځایونه جوړ او 1000 بیوزله ، کونډو او غریبو کورنیو ته د روغتیا ساتني کیټونو توزیع ترسره شوي ده چې یاد تشنابونه او د لاس وینځلو اسانتیاو برابرولو ځایونه د کلیو د بیارغونې اوپراختیاریاست تخنيکي ټیم، د ولایت محتر مقام او د اقتصاد ریاست استازو په شتون کې ګټې اخیستني ته وسپارل شول، چې په جوړیدو سره به یې ذکر شوو کورنیو ته اسانتیاوي برابري، په ازاده فضاء کې د رفع حاجت څخه خلاصی ،چارپیریال به پاک او د امراضو مخنیوی به وشي.
مسؤلینو او ولسونو د OAWCK مؤسیسې د باکیفیته او موثرو خدمتونو له امله مننه وکړه او د خوښۍ د اظهار تر څنګ یې د ورته پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.